ایکنا خبری آژانس د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ، دملګروملتو سرمنشي آنتو نیو ګوتریش د دوو هیوادونو دجوړیدا حل لاره ، د فلسطین د خلکو آئيډیالونو او هغه څه چې د اسرائيلو تعبیر کړي ، د رسیدا یوازینۍ لاره وبلله .
په هغه دوه ورځني رسندوئي سیمنار کې چې ن په نیویارک کې د ملګروملتو په مرکز کې په مینځني ختیځ کې دسولې دټینګیدا په موضوع سره پیل شوی دی ، ګوتریش د صهیونیسټ رژيم او فلسطین له مشرانو غوښتي څو دخپل مینځیو خبرواترو د احیا او بیرته پیلیدا لپاره دې لازمه سیاسی اراده وښئ .
د ملګروملتو سرمنشي زیاته کړې ده ، سږکال پیښه (سیمنار) همداراز د ماډریډ د سولې دکنفرانس له دیرشمې کلیزې سریه سمون خوري ، یوه داسې تاریخي شیبه چې د فلسطینیانو او اسرائیلیانو ترمینځ دخبرواترو سبب شوي او د سولې لپاره ئې ټاکونکي بنسټ رامینځةکړی ، چې مونږ ئې باید د پوره کیدا هڅه وکړو.
ګوتریش په دوام کې وئیلي دي ،سمه ده چې په تیرو کلونو کې د لازیات شاتګ شاهدان وو ، او ډیری کسان د د دوو هیوادونون دحل لارې دپرمخ بیولو امکان تر پوښتنې لاندې ورولي ، خو خپلې هیلې له لاسه نه شو ورکولی .
په عین حال کې د فلسطین مقاومتي ډلو هم له اسرائیلو سره د خپلواکه تشکیلاتو دخبرواترو مخکیني پړاؤنه بې نتیجې بللي او د د قدس په پلازمینې د یوه فلسطینی خپلواکه هیواد په جوړولو او د درست فلسطینیو ټاټوبو تر آزادولو پورېئ ئې د مقاومت پر د وام ټينګار کړ ی دی .